ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
اتلسمه برخه
وړومبی د یو ازاد انسان په حېث خپل حقونه او ذمه وارۍ پېژندل دي او بیا دا عقیده جوړول دي چې خپل حق غوښتل ګناه نه ده ـ که دا حقه خبره ده نو بیا ولې مونږ ته خپل حق غوښتل جرم او ځان مجرم ښکاري ـ او مونږ ځکه خپله مقدمه د شورو کېدو نه مخکښې بائیلله ـ بل دا چې پښتون نېشنلزم نازي ازم نه دی چې یو ورور د خپل سکه ورور سره مخلص نه وي او د هغه جائز حق نه مني او یا د هغه د حق د پاره نه راپاڅي نو هغه به د ګاونډي د حق د پاره څه راپاڅي؟ که یو سړی د خپل ګاونډي د حق د پاره نشي اودرېدی نو هغه به د چم،کلي او وطن د حق د پاره څه اودرېږي؟ او دا رنګ د ګاونډي ملک او د نړۍ د حقونو د پاره اودرېدل د دې بنیادي قام دوستۍ نه شورو کېږي ـ یاد ساتئ قام دوستي او نسل پرستي بیل بیل څیزونه دي ـ پښتانه قام دوستي د قام د جائزو حقونو د پاره اودرېدو ته وائي او نسل پرستي د نسل په بنیاد د بل نسل نه کرکې ته وائي ـ زمونږ د قام دوستۍ منطق دا دی چې مونږ سره د بلها وسیلو خوار یو او مور خپل بچي له پئ هم بغېر د ژړا نه ورکوي نو مونږ به هم څه نا څه هسې کوو نو دا حقونه به یقیني کوؤـ د قام دوسته خوځښت مشرانو هم د قام د اتفاق چغې دې خبرې له وهلې چې قام دې یو موټی شي چې اواز ئې تر واکدارانو اورسي او حقونو ورکولو ته تیار شي ـ
| بر پښتانه د افغانستان چوکاټ کښې سپين ږيری شول او لر پښتانه اول د ډيلي تخت سره وو او بيا د هند د ويش نه پس د پاکستان په چوکاټ کښې بوډاګان شول |
الله پاک انسان له د دې جهان د خليفه درجه ورکړې ده او مونږ ته اشرف المخلوقات مرتبه هم حاصله ده خو الله پاک فرمائي چې ما انسان په ښکلي شکل (احسن تقویم) کښې پېدا کړی دی ـ انسان په دې معیارونو پوره اوختو او که نه؟ دا زمونږ د موجوده حالاتو او د زمکې په مخ د ځینې قامونو د بېشانه پرمختګ او ځینې قامونو د تباهۍ نه ښکاره پته لګي ـ الله پاک انسان ازاد پېدا کړی دی او کومو قامونو چې ځان پېژندلی دی نو ازاد ژوند کوي خو کومو قامونو چې ځان نه دی پېژندلی نو غلامي کوي ـ مطلب دا چې انسان ښه شي نو ښه ترې نیشته خو چې بد شي نو بد ترې نیشته ـ چې تکړه او دروند شي نو تکړه او دروند ترې نیشته خو چې بېکاره او سپک شي نو بېکاره او سپک ترې نیشته ـ دغه رنګ زمونږ د لرو او برو پښتنو په منځ کښې مینه هم شته او د یو بل نه ګیلې هم شته ـ ښه صفتونه او بدې خبرې په مونږ کښې هم شته او هغوي کښې هم ـ خو چې د قام دوستۍ احساس لري نو اکثر پښتانه وائي :

د خېبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کښې افغان یو دی
خو که د دواړو حال ته اوکتلی شي نو نه مونږ څه توره کړې ده او نه هغوي ـ یوه خبره راکښې شریکه ده او هغه دا چې هغوي هم غټې غټې خبرې کوي او مونږ هم ـ
| په اويايمه لسيزه کښې يو خوا افغانستان کښې سرداود مشر شو چې پښتونستان ې غوښتلو بل خوا د بنګال بئليدو سره د جمهوريت نه ښکاره انکار وشو |
د هند د وېش نه پس لر او بر افغان که هرڅو یو نسل دی، یوه ژبه، یو دین او یو کلتور لرلو خو د ډيورنډ کرخې وېشلی دی ـ بر پښتانه د افغانستان په جغرافیائي چوکاټ کښې سپين ږیري شول او لر پښتانه وړمبي د ډیلي تخت سره وو او بیا د هند د وېش نه پس د پاکستان جغرافیائي چوکاټ کښې بوډاګان شول ـ د احمدشاه بابا نه پس، قیوم خان په خپل کتاب کښې د هند په جغرافیه کښې د مېشته پښتنو د ښه انتظام د پاره د یو کولو او د یوې صوبې جوړولو خبره کړې وه ـ بیا باچاخان بابا د عبدالصمدخان اچکزي، د اېپي فقیر او نورو خدائي خدمتګارو په ملاتړ د پښتونستان غوښتنه وکړه او د بنو قرارداد منځ ته راغی ـ خو د پاکستان جوړېدو سره، باچاخان پاکستان ومنلو او د اېپي فقیر په وزیرستان کښې د افغانستان د سرکار او قبائیلو په مرسته د ازاد پښتونستان اسمبلي جوړه کړه او هم د اېپي فقیر ئې وړومبی مشر شو او د پاکستان نه ئې پښتونستان د یو ازاد ریاست په حېث د منلو غوښتنه وکړه ـ پاکستان پرې هوائي حملې وکړې، افغانستان هم د اېپي فقیر مرسته پرېښوده او دا رنګ د پښتونستان خبره پاتې شوه ـ



