ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
دولسمه برخه
د هندوستان شمالي مغربي سرحدي برخه لارډ کرزن د پنجاب نه بیله کړه او د صوبه سرحد نامه ئې ورکړه ـ نو لارډ کرزن زمونږ د صوبې باني دی او وړمبی مشر وزیر ئې د ټوپۍ (صوابۍ) صاحبزاده عبدالقیوم خان ؤ چې د اسلامیه کالج غوندې د ځانګړې ادارې سره سره ئې ګڼ شمیر سرکاري سکولونو هم جوړ کړل ـ خو دا بل عبدالقیوم خان چې د خدائي خدمتګارو سیاسي مخالف ؤ په کشمیري قیوم خان یادېږي ـ ما ئې د یو وراره نه تپوس وکړو چې تاسو کشمیریان یئ او که پښتانه؟ د هغه جواب دا ؤ چې *کشمیریان راته پښتانه وائي او پښتانه راته کشمیریان*ـ
| قيوم خان چې د باچا خان ملګرتيا پريښوده نو د نورو ډېرو خبرو سره سره ې پخپل ليکلی کتاب، ګولډ اينډ ګنز آن پټان فرنټيئر، پخپله بندېز ولګولو |
عبدلقیوم خان چې د باچاخان ملګرتیا پرېښوده نو د نورو ډېرو خبرو سره سره ئې په خپل لیکلي قیمتي کتاب ګولډ اېنډ ګنز آن پټان فرنټيئر پخپله بندېز ولګولوـ د پېښور پوهنتون، خېبر مېډیکل کالج او مردان کالج جوړولو نه علاوه هرچا ته د زمکې د انتقال حق دے کشمیري قیوم خان ورکړو او د بې جائیداده خلقو غلامي ئې ختمه کړه ـ په سکولونو کښې ئې د تورې ملېشې جامي لازمي کړې چې مالدار او غریب بچي منځ کښې د جامې فرق ختم کړې ـ بعضې نېشنلیان وائي چې د قیوم خان دا ټول پروګرامونه د ډاکټر خان صېب سوچ ؤ خو قیوم خان عملي کړل ـ د دې کارنامو باوجود، قیوم خان د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) د پاره د یو ظالم په نوم یادېږي ـ هم دې قیوم خان د سردریاب د خدائي خدمتګارو مرکز وران کړی ؤ او د بابړې د تاریخي ظلم پېښه هم د قیوم خان سرپرستۍ کښې شوې وه ـ د بابړې او د قصه خوانۍ د شهیدانو مزارونه څه شول؟ د داسې شهیدانو څلي چې وروکېږي د دې په قامي خوځښتونو څه اثر وي د غور جوګه سوالونه دي؟

قیوم خان د باچاخان ملګرتیا ولې پرېښوده؟ د دغه زمانې سیاستدانانو کښې د پېسې حرص بلکل نه ؤـ قیوم خان یو کامیاب وکیل ؤ، د صوبې مشر وزیر پاتې ؤ، د پاکستان وزیر داخله پاتې ؤ، د پېښور یونیورسټي ټاؤن ئې جوړ کړی ؤ خو وراثت کښې ئې د حسن ګړهۍ د لسو مرلو د کور نه سېوا هيڅ هم نه دې پرېښي ـ آیا قیوم خان خپل قابلیت سره سم مقام یا اقتدار غوښتو او کانګرس یا باچاخان هغه نه ورکولو؟ آیا ډاکټرخان صېب د قیوم خان نه زیات تکړه ؤ چې هر ځل د کانګرس د ګټلي سرکار مشر وزیر به هم هغه ؤ؟ د دې په حقله پوهان وائي چې ډاکټرخان صېب هر ځل په جمهوري طریقه خوښ کړی شوی ؤـ خو وخت په وخت ډېر تعلیمیافته خلق د قامدوسته خوځښت نه تللي دي او بیا وروستو هم دا خلق د قامدوسته خوځښتونو د ناکامۍ سوب ګرځېدلي دي چې قیوم خان پکښې ډېر ښکاره دی ـ خدائي خدمتګار واقعي د وطن دوښمنان وو او که دا هسې یو نعره وه؟ د دې د پاره د پردو پراپېګنډو په ځای، لږ په خپلو دماغو سوچ پکار دی چې دا وطن د وطن دې لېبل شوو دوښمنانو برباد کړی دی او که د وطن دوستانو؟
| نېشنليانو کښې اکثريت د غریبو خلقو ؤ او مالداره طبقه د مسلم ليګ سره وه،اکثر مسلم ليګيان کاروباری خلق وو او اکثر نېشنليانو به يا په جېلونو کښې وو او يا به ې د قيادت په وېنا د خوځښت تياری کوله |
د قیوم خان دې ښېګړو او ظلمونو کښې مرکزي سرکار شریک ؤ او اسمبلۍ کښې د اقلیت باوجود، د قیوم خان سرکار هم دغې مرکزي سرکار جوړ کړی ؤـ د پاکستان جوړېدو نه لږه موده پس چې لوې شاعر او سیاسي مشر اجمل خټک سره کوم ظلم شوی ؤ هغه د اجمل بابا کتاب دا زه پاګل وم؟ کښې شته او خدای بخښلی ډاکټرخورشیدعالم وائي چې اجمل بابا سره د دې هم سېوا ظلمونه شوي وو خو د وئیلو یا لیکلو جوګه نه وو نو دې کتاب کښې ځکه نیشته ـ
د دغه زمانې خدائي خدمتګار (نېشنلیان) ډېر کلک خلق وو او د یو قربانۍ نه به ئې مخ نه اړولوـ عبدلاکبرخان اکبر خپل کتاب کښې لیکي چې درنو درنو پښتنو به خدائي خدمتګارۍ کښې داسې داسې کارونه کول چې خلقو به راپورې خندل، امروزه به د عزیزانو پېغورونو سره مخ وو او ان چې واده کوېژدن ته به هم یو خدائي خدمتګار هله غاړه کېښوده چې په هغه رشته به خوځښت ته ګټه رسېده ـ چې یو قام دومره په اخلاص یو خوځښت سره تړلی وي نو د هغې ګټې هم دغه هومره لوئې پکار وې خو د بده مرغه پښتون قام دغه ګټې ونه لیدې ـ



