د‌ پاکستان د سر ښار اسلام آباد ترټولو لويه پښتني,قامي,ادبي او کلتوري دستوره

آخری برخه

په وروستيو کې ډاکټر عالم يوسفزي د نوې ژوند تنظيم د کاميابې دستورې مبارکي ورکړه.

صدر افراسياب خټک په خپله وينا کې زياته کړه چې دا دستوره د ادب، کلتور او سماجي خدمت ښکلی امتزاج دی. هغه وويل چې د پښتنو کلتوري ارزښتونو ساتنه، د ښځو د ونډې زياتېدل او د نوي سياسي او فکري تحريکونو راټوکېدل د يو روښانه راتلونکي زېری دی.

افراسياب خټک وييل ” د نوي ژوند ټولو مشرانو عهديدارانو او غړو ته مبارکي ورکوم چې په اسلام آباد کې يې دومره بډايه,شتمنه  او درنه دستوره را جوړه کړه”

هغه د نوي ژوند د کار او زيار ستاينه وکړه د خوشحال خان خټک او اجمل خټک د افکارو ياد تازه کړ او د پښتنو د يووالي او هويت پر ساتنه يې ټينګار وکړ.

هغه و ويل چې اسلام آباد اوس د پښتنو ښار دې او په دې کې هيڅ شک نشته۔

د نوي ژوند دې دستوړې ته ډير قدرمن ميلمانه له جنوبي او خيبر پښتونخوا نه راغلي وو
لکه استاد او دانشور نورالامين يوسفزے له صوابۍ , ډاکټر عالم يوسفزے , فضل مومند , حساس يوسفزے , وهمي اورکزے له پېښوره , ډاکټر اقبال شاکر بټخيله ملاکنډ , ظفر علي ناز له سوات نه , ډاکټر حنيف خليل ,د ارواښاد ګلزار اورکزي ځوی يوسف خان اورکزے , نومياله انځورګر رفعت خټک , پخوانی وفاقي وزير ملک عظمت خان , صابر محسود , عبدالله ننګيال , اياز مندوخيل ,ملک عبدالرحيم مندوخيل , نواب خان مروت , د ايډوکيټ نثار خان بونيري

په ملګرتيا د اسلام آباد بار وکيلان , د پښتو ادبي سوسايټي باني غړی اقبال حسين افکار , د دوستانو ادبي مرکې ملګری وارث خان ناياب ,د پښتون جرنلسټس ايسوي ايشن اسلام آباد صدر قمر يوسفزے , نائب صدر اول او د پښتو ادبي سوسايټي اسلام آباد مشر سيکتر سردار يوسفزے , وقار علي شاه درياب , د افغان جرنلسټانو وفد , د ملي اتل شير علي باچا د ورور مراد باچا ځوی ډاکټر سرور باچا او د هغه ځلمی ځوی سپرلے باچا , د احمد خپلواک په استازيتوب د قائد اعظم پوهنتون ځلمي , د نمل پوهتون د پښتون کونسل ځلمي , د خټک ويلفيئر آرګنائزيشن د صدر ډاکټر نعمان خټک او جنرل سيکرټري په مشرۍ کې کاشف خټک او د تنظيم ملکري , د سياسي ګوندونو پښتانه , د پښتونخوا ايس او عصمت مندوخيل په مشرۍ کې د دوی د ګوند ځلمي , د پښتون ايس ايف ځلمي اسلام آباد , ايډوکيټ سرور يوسفزے سوات , له کوهاټ نه د سيد معصوم شاه معصوم په مشرې کې د  اباسين ادبي ټولنې ملګري , له نوښاره انعام اللّٰه مجروح،حامد ساغري،وحیدالرحمان ضیاء ، وصال محمد خلیل ،ګل اکبر خان,
له جنوبي پښتونخوا کلاسيف الله نه امير محمد ليکوال, محب ښيراز , مقدس خان او ملګري , له بنو نه د‌ ډاکټر طارق دانش صاحب سره ملګري ,د افغانستان ژورناليسټان,مدني فعالان او نور بلها ادب او کلتور پال پښتانه چې دا وخت يې نمونه ذهن ته نه راځي خو په ميرمنو کې د پښتو ادب لوی نوم سيده حسينه ګل کاکا خېله ,د ارواښاد شير علي د ورور مراد باچا د کورنۍ ميرمنې , افشين سيد ,  د اردو ادب او ټي وي ډړامې لوی نوم بشری فرخ او د هغې لور تابنده فرخ , د اردو د نامتو شاعر غلام محمد قاصر کور ودانه د اردو شاعره سلمی قاصر او د هغه لور  نيلم قاصر , د پښتو نامتو ليکوال او افسانه نګار ارواښاد افضل شوق د کورنۍ غړې ,د اردو نامتو شاعرې شاهين برلاس لور سعديه قريشي او د کورنۍ غړې , د افغانستان ژورناليسټې او مدني فعالی , ژورناليسټه فرح ناز الکوزۍ ,د اسلام آباد نامتو مدني فعاله نګينه خان , نومياله شاعره او افسانه نګاره شاهين امين , د خوئيندې ادبي لښکر نائب صدره نګهت رسول ناياب , کالم نکاره او د دوي پريس سيکتره , د ښاغلي اقبال حسين افکار کور ودانه ساره خان,
مدني فعاله عائشه ګل او د بيلا بېلو پوهنتونونو داسې ګڼ شمېر نورې پښتنې پیغلو دې دستورې ته په خپل راتګ لا ښکلا و بخښله او نړۍ ته يې د پښتنو ښکلې او اصل څهره و ښوډله۔

تر سندريز ماښام وړاندې افغان ژورالسټانو او مدني فعالانو د پښتون جرنلسټس ايسوسي ايشن اسلام آباد صدر قمر يوسفزي ته د افغانستان د مشرانو روايتي چغه په تحفه کې ور په غاړه کړه او له هغه پس مشرانو ليکوالانو د نوي ژوند د کابينې غړو ته د‌ نوي ژوند له اړخه توصيفي اسناد ور کړل۔

د نوي ژوند هر يو غړی د ميلمنو په خدمت کې لاس په نامه ولاړ وو لکه راج خان مروت د ميلمنو هرکلی , اوبه را ړسول, سټيج کتل , نور نائب خټک  , او حيات خان خټک خاص د راتلونکي مېلمنو هرکلی کولو , بخت بيدار ايډوکيټ او عظيم خان وطنيار د موسيقۍ د سټيج نظامت او ميلمنو ته هر کلی , روښانه رحيم وزير د ميرمنو هرکلی , خيال ساتل او د هغوی نمونه په حاضري شيټ کې ليکل,نسيم مندوخيل د ميلمنو هرکلی , سټيج او ايوارډونه کتل , په سټوډيو کې له انجنيئر سره اړيکه نيول چې د سپانسرز او تنطيم ويډيو صحيح او پر وخت چلوي,دانيال طارق په سټوډيو کې ويډيو او ساؤنډ کتل , خان زيب محسود او طارق اخونخيل ټول ايوارډونه په خپل ترتيب ايوارډ ورکونکيو ته ورکول , تنزيل يوسفزے د نارينه ميلمنو حاضري شيټ کې نمونه ليکل۔

ډاکټر فاروق انجم ميلمنو ته هرکلی ويل۔

لنډه دا چې په ډير منظم انداز هر يو کار روان وو او تر پايه په ښائسته انداز دغه دستوره پای ته و رسيده او بيا سندريز ماښام ور پسې پيل شو چې

دا پرتمينه غونډه د  موسيقۍ او راج خان مروت , عظيم خان وطنيار , طیبه ملک, قريشي مروت او اجمل عزيز په خوږو غږونو په مستۍ او اتڼونو لا ښکلې کړه چې له دې  سره د ټنګ ټکور دا پروګرام پای ته ورسېده.

د نوې ژوند تنظيم د امن ايوارډ دغه څلورمه دستوره نه يوازې د ادب او کلتور بلکې د سماجي خدمت يوه ستره بيلګه وګرځېده. ګډونوالو دا غونډه د پښتو ژبې، کلتور او د ټولنې د خير ښيګړې په وده کې ګټوره او د ستاينې وړ وبلله.

د‌ نوي ژوند‌ ادبي کلتوري او فلاحي تنظيم اسلام آباد په استازيتوب د ټولو راغليو مېلمنو يو جهان مننه کوم چې په دې مصروف وخت کې راغلل او له نوي ژوند‌ سره يې خپله مينه څرګنده کړه , د ټولو ليکوالانو او انځور ګرو يو جهان مننه کوم چې په نوي ژوند‌ يې باور وکړو او د ايوارډ سيالۍ ته يې خپل ارزښتناک کتابونه او انځورونه را و لېږل خو زه دا باور ورکوم چې ستاسو کتابونه او انځورونه مو په ډير پوهه او سوچه سپېڅلي ججانو کتلي دي او دوی پوره په ايماندارۍ د ايوارډ حقدار کتابونه او انځورونه راته ټاکلي وو چې موږ بيا ايوارډونه ورته ور کړل۔۔۔

موږ له تاسي سره دا ژمنه کوو چې تل به د خپلې ژبې , کلتور او وطن خدمت کوو او له ټولو پښتنو دا هيله لرو چې دوی به تل زموږ ملکرتيا کوي

د مرستيالو مننه

نوے ژوند په خصوصي توګه د مارخور انرجي ډرنګ سي اي او دانش آفريډي , زمکه ډاټ پي کے سي اي او صابر محسود , د ټاپ هلز خان پور سي اي او ابراهيم نور , د زيډ کے ايچ بي منيجنګ ډائريکټر محراب خان مندوخيل ,محمد الياس شينواري او سعيد انټرنيشنل اسپتال سي اي او ډاکټر نعمان سعيد خټک مننه کوي چې د دوی په مالي مرسته او د پاکستان د ثقافت او قومي ورثه جوائنټ سيکرټري مظفرالله برکي , د نيشنل کونسل آف آرټس ډي جي محمد ايوب جمالي , ډائړيکټر محمد خورشيد , سميع الله بلوچ او ټول سټاف مننه کوي چې د دوی په خصوصي مرسته دا لويه دستوره را جوړه شوه او په ښکلي انداز پای ته و رسېده۔۔۔هيله لرو چې دوي به بيا هم له نوي ژوند سره همداسې د خپلې مينې اظهار کوي او د مالي مرستې تر څنګ به يې اخلاقي ملاتړ هم کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!