Skip to content
Home روانې چارې د پاکستان د سر ښار اسلام آباد ترټولو لويه پښتني,قامي,ادبي او کلتوري دستوره
ليک : نسيم مندوخیل
دويمه برخه
د کوهاټ نومياله شاعرې او انځورګرې آرزو خان آفريدي د نوي ژوند باني چيئرمين نسيم مندوخيل انځور په خپلو ګوتو رسم کړی و چې د اباسين ادبي ټولنې کوهاټ مشر سيد معصوم شاه معصوم او نورو مشرانو په لاس په دريځ نسيم مندوخيل ته وړاندې کړې شو نوي ژوند خپل ايوارډونه د خوشحال خان خټک , فقير ايپي , باچا خان، خان شهيد عبدالصمد خان، اجمل خټک او سرور خټک نومونو ته منسوب کړي وو. په بېلابېلو برخو کې د ادب، کلتور، تنقيد او تحقيق خدمتګارانو ته ايوارډونه ورکړل شول.
لومړی ايوارډ د بونير هغو مشرانو ته ورکړل شو چې د بونير په باجکټه کلي کې يې د يوې کورنۍ د خونړۍ شخړې دواړه لوري يې د مړو د جنازې نه وړاندې مثالي روغه کړي وه. دغه کار د سولې او اتفاق ستره بېلګه وګرځول شوه چې نوي ژوند دا کسان نړۍ ته د پښتنو د امن د اتلانو په نامه ور و پېژندل چې نمونه يې په دې ډول دي۔ سید لائق باچا: د بونير د اې اين پي مشر پیربابا. استقبال خان: پخوانی ايم اين اې , شاکر خان: باجکټه کلی بونير , عزيز خان ايډوکيټ , باجګټه بونير , مزمل خان ، ناظم چينه بونير , بخت زاده عرف بختي حاجي ، چينه بونير. محب الله، ناظم باجکټه بونير. اسماعيل خان د بونير پخوانی ډی آر او ته اجمل خټک امن ايوارډ. د پښتو او نورو ژبو ليکوالانو او ادبي تنظيمونو , رسنيو او شخصيانو ته هم ځانګړې ايوارډونه ورکړل شول، په خدماتو باندې فعال تنظیمونو ته شیلډونه پښتو ادبي سوسائټي،اسلام آباد ، خان عبدالصمد خان شهيد امن ايوارډ. خوئیندې ادبي لښکر، خيبر پښتونخوا. خان عبدالصمد خان شهيد امن ايوارډ. روح الله دراني ادبي جرګه، نوښار. فقير ایپي امن ايوارډ. افغان کلتوري ټولنه، پیښور. فقير ایپي امن ايوارډ. د ادبي دوستانو مرکه، مردان. باچاخان امن ايوارډ. اباسين ادبي ټولنه، کوهاټ. باچاخان امن ايوارډ بصیر بیدار ستوری: د پښتو لیکوالانو تر دوه سوه زیاتې مرکې/ د پښتو ژبې او ادب بې ساری خدمت, پر ټولنیزو رسنیو باندې ستوری راډبو او تلویزيون ته. خان عبدالصمد خان امن ايوارډ. محمد عارف عادف خټک: بزرګ شاعر، ګل فراز خان ويلفيئر فااؤنډیشن کرک. خان عبدالصمد خان امن ایوارډ ارواښاد ګلزار اورکزي صاحب. د پښتو مجلې دستار انټرنیشنل او معمار انټرنیشنل بنسټګر …په لسګونو شاعران یې مشاعرو قطر ته بوتللي. باني چيئرمين پاک پښتو ادبي ټولنه قطر خان عبدالصمد خان امن ایوارډ.
د پښتو د نظم په کتابونو ډاکټر عبدالله جان عابد، سرور خټک امن ايوارډ. ډاکټر علي خېل دریاب صاحب، ډاکټر طارق محمود دانش، اقبال حسین افکار، عائشه مهر آفریدي، عزیزي سیرت. باچاخان امن ايوارډ افسانې او د نثر بيلا بيلو صنفونو په کتابونو شاهين امين، شيرين زاده خدوخيل، لیاقت تصور، ډاکټر علي خيل درياب. فقير ایپي امن ايوارډ تحقيق او څيړنه مقالې ډاکټر محمد اسلم تاثیر افريدي، بريال يوسفزے باچاخان امن ايوارډ. ناول , ژوند ليک , طنز و مزاح,ژباړه او د هائيکو په کتابونو حساس محمدزے، محبوب ګل ياسر، اخوندزاده شاه سعود ديشانوي، فضل معبود ضيا، محب ښيراز، ډاکټر امجد علي باچا او مراد علي باچا، محمد الياس الياس۔ سرور خټک امن ايوارډ، فقير ایپي امن ايوارډ، خان عبدالصمد خان شهيد امن ايوارډ، شازمه حلیم: د پښتو ډرامې وتلی هنرمنده/ او سټيج سیکتره, پېښور. باچا خان امن ايوارډ. روښانه رحيم وزیر: کالم نګاره، ژورنالسته او ټولنيزه فعاله. د نوي ژوند پریس سیکتره سرور خټګ امن ایوارډ. نور تاج محمد صالح، محمد جميل کاچوخيل، اختر حيات قمر سرور خټک امن ايوارډ، فقير ایپي امن ايوارډ، د اردو نظم او نثر په کتابونو بشری فرخ، پروفیسر ظاہر شاہ ظاہر،شاہین برلاس، ډاکټر شاهده سردار صاحبه، تابندہ فرخ، فيروز خان آپرېدي صاحب، باچاخان امن ايوارډ. سرور خټک امن ايوارډ، فقير ایپي امن ايوارډ، س ب ب امن ايوارډ، اجمل خټک امن ايوارډ.
د انځورکرۍ ايوارډونه لومړی ايوارډ۔ ډاکټر هيواد خان کوئټه دويم ايوارډ۔ پلوشه رڼا ژوب درېيم ايوارډ۔ فرحت الله پشين خوشحال خان امن ايوارډ پنځه يادګاري ميډل دې خلکو ته ور کول شوي وو۔ ډاکټر عالم يوسفزے اجمل خټک امن ميډل قمر يوسفزے،ګوهر محسود،نورين امان شمع،ناديه ګل خوشحال خان امن ميډل همدارنګه د پختون ژورنالسټ ايسوسي اېشن صدر قمر يوسفزی ته د خپلې کابينې سره په سټېج درناوی وشو او د نوي ژوند له خوا مډال ورکړل شو. د “کاروان حوا” ادبي تنظيم پېښور د مشرې بشری فرخ لخوا د ځانګړو مډالونو ډالۍ وړاندې شوې. د نبي کريم ﷺ په مبارک نوم د يو ځانګړي مډال د ډالۍ کولو صحنه هم د غونډې ښکلا زياته کړه.
نور بيا
ليکنه چليدنه
error: Content is protected !!