د امريکې او ايران تر مېنځه پاکستان ثالثی کوی، خو ځينې خبرې داسې شته چې غور غواړی.
۱- د سولې خبرو کښې پورته او ښکته حالتونه راځي، دا ضروري نه ده چې په یوه هڅه کښې حل راووځي، او نه هم دا یقیني ده چې په اسلامآباد کښې کوم اتفاق په خبرو راغلے دے هغه به همداسې پاتې شي. تر څو چې مونږ کوربه توب نه وي کړی، تر هغې هر څه بدل کېدلی شي. ولې؟
۲- ټرمپ په خپله ژبه کنټرول نه لري، هغه غواړي امریکایانو ته وښايي چې ایران د خبرو لپاره زارۍ کړی دي، نو ځکه هغه اماده شوی دی. بل لور ته ایران نه غواړي چې دا تاثر جوړ شي. خو د ټرمپ خبرې د چا په واک کښې نه دي. د دې نه علاوه د ایراني مشرانو له شهادت وروسته اوس حالات د سخت دریځو کسانو لاس ته ورغلي دي. یو حل دا کېدلی شي چې دواړه لوري یو بل رد کړي یا یوازې خپلې بریاوې څرګندې کړي، کنه نو خبرې ښايي له پیل مخکې ناکامې شي.
۳- اسرائیل به پوره هڅه وکړي چې خبرې ونشي، ځکه که امریکا له جګړې ووځي نو اسرائیل به یوازې پاتې شي او زیان به وویني. نو ځکه به بمبارۍ ته دوام ورکړي، لکه څنګه چې نن یې هم کړې دي. بل لور ته ایران وایي چې تر څو پورې پر حزب الله او فلسطین کښې پر حماس بمبارۍ روانې وي، دوی به اوربند ونه مني. لبنان هم ایراني ډیپلوماتان د دې په تور ایستلي چې ګواکې ایران د لبنان د ناامنۍ سبب دی.
۴- څو نور هېوادونه (په ځانګړي ډول مصر او ترکیه) هم د منځګړیتوب غوښتونکي دي. هغوی دا دلیل وړاندې کوي چې دوی د منځني ختیځ حالات تر ټولو ښه پېژني، او تر دې هم مهم دا چې له اسرائیل سره یې سفارتي اړیکې شته. ځکه اسرائیل په دې جګړه کښې مهم اړخ دی، نو له هغه سره اړیکه ضروري ده. بل لور ته پاکستان له اسرائیل سره اړیکې نه لري.
ممکنه حل:
د پورته عواملو په نظر کښې نیولو سره، مونږ باید هر ډول حالت ته تیار اوسو. خو دوه خبرې هیله بخښونکې دي: یوه دا چې له پاکستان، ترکیې، مصر او عمان پرته بل مسلمان هېواد د منځګړیتوب وړتیا نه لري، ځکه د منځني ختیځ نور هېوادونه د دې جګړې له امله متاثره شوي دي، او امریکا هم د هغوی اډې کاروي. (که څه هم عمان هم متاثر شوی، خو ایران هڅه کړې چې د هغوی غلط فهمي لرې کړي، او عمان مخکې هم منځګړیتوب کړی دی.) ښايي ایران دا ځل وغواړي چې بل هېواد دا رول ولوبوي چې له ټرمپ سره تماس ولري، او هغه پاکستان دی.
دوهم امکان دا دی چې یاد درې هېوادونه ګډ رول ولوبوي: د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو پل پاکستان وي، او د اسرائیل په اړه ترکیه او مصر رول ادا کړي. (یاده دې وي چې د اسرائیل او ترکیې اړیکې ډېرې ښې نه دي، نو ښايي د اسرائیل سره د اړیکو برخه تر ډېره مصر ترسره کړي.) ترکیه به هم ورسره شامله وي، ځکه تر اوسه داسې ښکاري چې ایران د ترکیې په مقابل پر پاکستان زیات باور لري.