د طورخم سرحد د بندېدو له امله ستونزې

د اکتوبر د يوولسمې او دولسمې نېټې تر منځ په شپه د افغانستان له لوري د پاکستان د امنیتي پوستو او نورو ځایونو د نښه کولو وروسته، د طورخم په شمول ټولې سرحدي دروازې د هر ډول تګ راتګ لپاره بندې شوې. د حالت د عادي کېدو لپاره د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف په مشرۍ د افغان طالبانو سره د قطر په منځګړيتوب لومړی پړاو مذاکرات په کاميابئ پای ته رسېدلي، او دوهم پړاو به د ترکيې په دارالحکومت استنبول کښې ترسره شي.

د لارو بندېدو له امله نه يوازې تجارتي تګ راتګ اغېزمن شوی، بلکې هغه افغان کډوال چې بېرته خپل هېواد ته ستنېدل غواړي، هم په بېلابېلو ځایونو کښې بند پاتې دي او د دې انتظار کښې دي چې سرحد به کله پرانيستل شي. د حکومت له لوري د ضلع خيبر د جمرود او لنډي کوتل په تحصيلونو کښې د لنډ مهال د اوسېدو لپاره د اسانتيا مرکزونه جوړ شوي دي. اوس مهال شاوخوا شل سترې لارۍ د افغان کډوالو له سامان او کورنيو سره يو ځای ولاړې دي چې د طورخم د پرانيستلو انتظار کوي.

عبدالحق چې له خپلې کورنۍ سره له يوولس ورځو وړاندې د چترال نه سفر پيل کړی، وايي لا هم نه پوهېږي چې سرحد به کله ازاد شي. ده وويل: “مونږ له يوه کلي نه په اووه مال‌برداره لاریو کښې يو شمېر کورنۍ راغلې يو، او اوس د جمرود په مرکز کښې يو، خو اوږد انتظاړ زموږ ستونزې لا زياتوي.” د ده په وينا، په موټرو کښې ښځې، ماشومان، زاړه او ناروغان شته چې د اوږدې تمې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه له پاکستان او افغان طالبانو دواړو غوښتنه وکړه چې د طورخم سرحد دې ژر تر ژره پرانيستل شي څو بېلابېلو ځایونو کښې بند پاتې کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.


چارواکي وايي چې د جمرود په مرکز کې افغان پناه‌اخيستونکو ته د امکاني اسانتياوو برابرولو هڅه کېږي، خو بيا هم دوی ټينګار کوي چې له مرکزه د وتلو اجازه ورکړل شي څو د سړک غاړې ته ځای پر ځای شي. چارواکو وويل، د سرحد د بندېدو له امله له بهګيارۍ پوستې وروسته  تګ راتګ بند شوی، ځکه د لارې په اوږدو کښې داسې خوندي ځای نشته چې د دوی لپاره اسانتيا برابره شي.

ديرش  کلن محمد آغا د مرکز نه بهر له نورو افغان کډوالو سره يو ځای د سرحد د پرانيستلو انتظار کوی. هغه وويل: “مونږ له منډی بهاؤالدين نه تر کابل پورې د موټر کرايه درې لکه پنځلس زره روپۍ ټاکلې وه، خو د سرحد د بندېدو له امله اوس نور لګښتونه هم راځي.” ده زياته کړه چې يو لور ته په پاکستان کې پاتې کېدل ستونزمن وو، او بل لور ته د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی زمونږ ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

پنځوس کلن خان محمد چې له چترال نه کابل ته روان دی، وايي اوس د ده د سفر يوولسمه ورځ ده. ده وويل: “هيله لرم نن به سرحد پرانيستل شي، خو چارواکي له مرکزه د وتلو اجازه نه راکوي.” ده غوښتنه وکړه چې پاکستان او افغان طالبان دې د لارې بندېدو له امله د افغان کډوالو د انساني ستونزو په پام کې نيولو سره د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د سرحدي چارواکو په وينا، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له روان بهير سره د طورخم د خلکو او موټرو تګ راتګ ډېر شوی و. د شمېرې له مخې، هره ورځ لس زره کسان او تر پنځه سوه زيات موټر تګ راتګ کوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بندېدو له امله د مال‌برداره ګاډو مالکانو ته درانه مالي تاوانونه رسېدلي دي، او دوی دواړه هېوادونه د خبرو له لارې د شخړې د حل غوښتنه کوي. د ټرک مالک رحمان الله چې په لنډي کوتل کښې د خپل بل ملګري سره ولاړ دی، وايي: “د دواړو هېوادونو خرابو اړيکو مونږ ته ډېر مالي زيان رسولی. د مال مالکانو له خوا مونږ ته هيڅ اضافه پيسې نه راکول کېږي، او ټول لګښتونه له خپل جيبه ورکوو.”

د طورخم د بندېدو له امله د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير هم اغېزمن شوی، خو له بلې خوا د سند او پنجاب وزيرانو د انخلا بهير د چټکتيا امر کړی دی. د خيبر پښتونخوا نوي منتخب وزيراعلی سهيل آفريدي په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې د افغانستان سره د اړيکو او د قبايلي سيمو د امن لپاره به له مرکزي حکومت سره مشورې کوي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په تازه بيان کې وويل: “هر هېواد، په شمول د افغانستان، که پر پاکستان بريد وکړي، نو پوره او مناسب ځواب به ورکړل شي.” ده زياته کړه چې تر اوسه له صوبې شاوخوا اته لکه افغان کډوال بېرته ستانه شوي، خو نزدې دولس لکه لا هم پاتې دي. ده وويل: “افغان کډوالو په پاکستان کښې اوږده موده تېره کړې، اوس وخت رارسېدلی چې هغوی په درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.” ده ټينګار وکړو چې د افغانستان اړوند هره تګلاره يا پرېکړه بايد د خيبر پښتونخوا حکومت په اعتماد سره عملي شي، څو دا حساس موضوع په عادلانه او مؤثر ډول حل شي.

د سرچينو په وينا، د طورخم په دروازه کښې د NLC چارواکي د مال‌برداره موټرو د کتنې لپاره د سکينر د بيا نصب او نورو تياريو کار پيل کړی، او تمه ده چې د طورخم سرحد به ډېر ژر د تګ راتګ لپاره پرانيستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!