ایا د امریکا او اسرائیلو ترمېنځ د اختلافاتو پیل شوی؟؟

‏د امریکا د ولسمشر د منځني ختیځ ځانګړی استازی Steve Witko ff او سلاکار Jared Kushner (د ټرمپ زوم) د مارچ په ۱۰مه ټاکل شوې وه چې له Benjamin Netanyahu سره د لیدنې لپاره تل ابیب ته د راتګ پروګرام ؤ. دا دواړه د Donald Trump له تر ټولو نزدې کسانو څخه ګڼل کېږي. جیرډ کشنر هماغه کس دی چې Abraham Accords یې طرحه کړي وو. د غزې اوربند او د Hamas او اسرائیل ترمنځ د بندیانو تبادله هم د همدې کسانو تر څارنې لاندې شوې وه.

‏په Muscat او Geneva کښې له ایران سره په پټو (بیک چینل) خبرو اترو کښې هم دا دواړه شامل وو. له دې مخکې هم د جګړې پر مهال اسرائیل ته سفرونه کړي وو.

‏د اسرائیل د چینل ۱۲ او The Jerusalem Post د راپور له مخې، دواړو د ټرمپ په امر له نیتن یاہو سره ټاکل شوې لیدنه وځنډوله او سفر ترسره نه شو.

ولې؟
‏تر اوسه په رسمي ډول کومه وجه نه ده اعلان شوې او د نوې لیدنې لپاره کومه بله نېټه هم نه ده ټاکل شوې.

‏ویل کېږي چې امریکا د اسرائیل له هغو بریدونو ناراضه ده چې د ایران پر تېلو تصفیې (آیل ریفاینري) یې کړي وو، او په ځواب کښې ایران د Haifa د تېلو تصفیه خانه ویجاړه کړه.

‏د امریکا هدف د ایران دننه د رژیم بدلون، د ايټمی او توغندیو سایټونو په نښه کول وو، نه دا چې د تېلو تصفیې له مېنځه یوسي. خو د اسرائیل هدف د Islamic Revolutionary Guard Corps له منځه وړل، د ایران کمزوري کول او هلته د کورنۍ جګړې رامنځته کول بلل کېدل. د اسرائیلي راپورونو له مخې داسې ګڼلل کېده چې د ایران د ستر مشر له مړینې وروسته به خلک پاڅون وکړي، خو داسې ونه شول.

‏ټرمپ پر اسرائیل سخت غصه دی او وایي چې هره ورځ نزدې یو میلیارد ډالر لګښت پر امریکا راځي، او پوښتنه کوي چې تر کومه به امریکا دا تاوان ورکوي؟

‏د جګړې پر مهال د دواړو لوریو هدفونه ښکاره ډول بدل شوي دي.

‏تر کومه چې د منځني ختیځ خبره ده، د امریکا پوځي اډې یوازې د دې لپاره وې چې United Arab Emirates، Kuwait، Qatar، Bahrain او Saudi Arabia ته امنیت ورکړي. خو نه یوازې دا چې پکې ناکامئ راغلې، بلکې دا اډې پخپله د بریدونو سبب ګرځېدلې دي. نو بیا د دغو اډو موجودیت څه مطلب لري؟

‏اوس ویل کېږي چې دا هېوادونه فکر کوي خپل پانګه له امریکا څخه وباسي، او امریکا ته داسې راپورونه رسېدلي چې د جګړې تر ختمېدو وروسته ښايي دا هېوادونه په رسمي ډول د امریکا د فوځي اډو د ختمولو غوښتنه وکړي. ښکاره ده چې دغو هېوادونو ته له بل ځای څخه د امنیت وعده ورکړل شوې ده. یعنې د پېټرو ډالر نظام نور هم له خطر سره مخ شوی، او همدا ښايي اصلي تاوان او د لوبې بدلوونکی ثابت شي.

‏یوې ګرمې جګړې ته مونږ ګورو، خو بله سړه جګړه د امریکا او اسرائیل ترمنېځ د متحدینو په توګه پیل شوې ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!