ليک : پروفېسر ډاکټر محب وزير
د يوې مودې راسې په پښتنه سيمه د پاڅونونو يو نوے سیاسي کلتور رواج موندلے دے . دا پاڅونونه ټول په ټوله د سيمې د امنيت د بدتر صورتحال په ترڅ کښې د امن د بحالۍ د پاره کېږي. دا پاڅونونه يو داسې نسل کوي چې په جنګي يا د بدامنۍ په صورتحال کښې پېدا شوي او لوے شوي دي. بنو او باجوړ تاريخي پاڅونونو تر څنګ د سوات مومند (ګنډاؤ) ، وزيرستان (مېرعلي او ميرام شاه) ، خېبر (باړه ) او کرم کښې داسې پاڅونونه شوي دي چې پکښې په زرګونه څه چې لکهونه اولسونه شريک شوي دي. د دغه پاڅونونو په ترڅ کښې دا يو خبره هم ډېره عامه کېږي چې
“اولس وړاندې تللے دے او سياسي ګوندونه وروسته پاتې دي.”
| بايد چې په داسې وخت کښې سياسی قيادت هرګز دا کوشش ونکړي چې په اولس يا ځوانانو د شاته راتګ غږ وکړی بلکې په اولس او ځوانانو پسې چټک ګامونه واخلی |
دغه جمله اخر څه معنا لري؟ او څومره خطر لري؟ په دغه حقله د پښتون هغه قيادت د پاره چې باقاعده ريکګنيشن لري ، يو ژور سوچ کول ډېر ضروري شوے دے. دغه جمله په ځان کښې ډېر څه لري چې بېخي ساده او ظاهري مطلب خو يې دا دے چې اولس د تعليم ، ټېکنالوجۍ او د نوو خيالاتو يا نوو هيلو او امېدونو په ترڅ کښې ډېر وړاندې تللے دے ، ولې د اسټېبلشډ سياسي ګوندونو پالېسۍ او طريقه هم هغه زړه ده او مښلې شوې ده. خو د دې ظاهري معنې تر څنګ يې يوه معنا دا ده چې په ټولنيزه توګه د نن اولس يا ځوان د خپلو اوازونو د قوت په زور خبر شوے دے . د خپلو حقونو او د نوې نړۍ د حالاتو نه باخبره دے . نوې کلتوري رويې يې خپلې کړې دي . اېغه نېغه او بېخي مخامخ خبره کوي ، د اخلاقياتو په نوم هېڅ قسم کمپرومايز ته تيار نۀ دے. بل طرفته ته اسټېبلشډ ګوندونه په زړو رواياتو او د زړو تعلقاتو په بنياد روان سياست کوي. يعني د چا پلار ډېرې قربانۍ ورکړې دي نو زوے يې د ډېر قدر وړ دے. ځوانانو ته د خپل مشري کهول په اساس موقع (سپېس) ورکول کېږي . يعني د ځوانانو سره نېغ په نېغه تعلق ته پکښې اهميت نۀ ورکول کېږي . بل خوا د ځوانانو يا اولس په وړاندې تګ معنا دا ده چې ځوانان د چا کورني حېثيت نۀ مني بلکې په اهليت يقين لري . ځوانان د رحمان بابا دا شعر مخې ته ږدي
کومه ناوې چې په ځان ښايسته نۀ وي
څوک يې څه کوي ښايست د مور او نيا

ځوانان شفافيت غواړي او جوابده قيادت غواړي ، سمدستي نتيجه غواړي (د پي ټي آئ د ځوانانو دا خبره به ډېرو اورېدلې وي چې مونږ دومره صبر نۀ شو کولے . بس چې خان زر راشي چې په هره کومه طريقه وي او زر زر دا حالات سم کړي ﴿اګرچې خراب يې کړل ) . او بل خوا سياسي ګوندونه د پلار نيکۀ قربانيو ته ګوري ، په زړو لارو سياست کوي ، نظرياتي اساسات هم په نظر کښې ساتي او اوږده مبارزه باندې يقين ساتي او نتيجې ته په رسېدو کښې د صبر نه کار اخلي
| بنو او باجوړ تاريخی پاڅونونو تر څنګ د سوات، مومندو ګنډاو وزيرستان ميرعلي او ميرام شاه خېبر باړه او کرم کښې داسې پاڅونونه شوی دی د دغه پاڅونونو په ترڅ کښې دا خبره کيږی چې اولس وړاندے تلے دے او سياسی ګوندونه وروسته پاتی دی |


