اسرائيل جنګ ته په کوم نظر ګوری

سوشل ميډيا نه انتخاب

ما د اسرائیلو له ځینو چارواکو سره خبرې کړې دي او د اسرائیلو رسنۍ مې هم ډېرې لوستې دي. تر اوسه هلته د ایران جګړه داسې ګڼلی کېږي:

1) په پوځي کچه هغوی باور لري چې جګړه تر طمعې ښه روانه ده او اسرائیل د ایران له فوځي وړتیاوو څخه تر طمعې ډېر څه له منځه وړي دي.

2) خو هغوی مایوسه دي چې د ایران حکومت دومره کمزوری نه شو لکه څنګه چې طمعه کېده او لا هم په ټینګه واک کښې پاتې دی. په ځانګړي ډول دا چې د خلکو له لوري کوم غټ پاڅون نه دی شوی، د اندېښنې سبب ګرځېدلی دی.

3) هغوی Donald Trump د باور وړ نه بولي. اسرائیل اوږده جګړه غواړي تر څو ټول ګواښونه په غټه پېمانه له منځه یوسي، خو ټرمپ اشاره کړې چې غواړي جګړه “ژر” پای ته ورسوي، چې دا د جګړې د هدفونو ترمنځ اختلاف رامنځته کولی شي
4) تر طممې پیاوړې راڅرګنده شوې ده. دې پر اسرائیل د ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي او ځینې عسکر یې وژلي دي. هغوی تر طممې ژر بېرته منظم شوي دي.

5) د Ben Gurion Airport نه توانېدنه چې د تړل کېدو او ګډوډۍ پر مهال عادي فعالیت وساتي، دا ښايي چې د اسرائیلي ټولنې یووالی او ثبات ډېر نازک دی.

6) هغوی د خلیجي هېوادونو له کم ملاتړ څخه مایوسه دي، ځکه دغه هېوادونه د جګړې پای ته رسېدل غواړي، نه دا چې هغه نوره هم زیاته شي لکه څنګه چې اسرائیل غواړي.

7) اسرائیل دا منلې ده چې د تهران حکومت به پاتې شي، او یوازې دا هیله لري چې دا جګړه به هغه کمزوری کړي تر څو د راتلونکې جګړې لپاره زمینه برابره شي.

8) د اسرائیلي ستراتیژستانو ترمنځ دا وېره مخ په زیاتېدو ده چې ښايي هغوی جګړه وګټي خو سیمه وبایلي. که څه هم فوځي هدفونه له مېنځه وړل کېږي، خو د ملکي بنيادونو ویجاړېدل د خلکو غصه او غبرګون زیاتوي.

9) جګړه ډېر لګښت لري. د فوځ لپاره د ۲۸ میلیارد اسرائیلي شیکل (شاوخوا ۹ میلیارد ډالر) ځانګړي کول دې ته اړ کړي چې حکومت ټولنیزې پروژې وځنډوي، چې له امله یې د جګړې له پیل راهیسې د حکومت پر ضد لومړني جدي لاریونونه پیل شوي، په ځانګړي ډول د منځنۍ طبقې له لوري چې د مالیاتو بار پرې راځي.

10) هغوی پوهېږي چې دا جګړه په امریکا کښې ډېره نامحبوبه ده او ډېر خلک یې پړه پر اسرائیل اچوي. له همدې امله هغوی د دواړو هېوادونو د اتحاد په راتلونکي وخت کښې اندېښنه لري.

که څه هم Benjamin Netanyahu دا جګړه لویه بریا بولي، خو د اسرائیلو د ستراتیژیکو پلان جوړونکو له نظره داسې نه ښکاري. عام خلک هم دا خبره درک کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!