ليک : پروفيسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
پښتو املا
د ژبې دپاره ګرامر املا د ملا تير دے، خو زمونږ اوسه پورې د ژبې املا په يوه متفقه فيصله عام نشوه چې پښتو دې زمونږ تعليمي سرکاری ژبه شی مونږ به خپل راروان نسل ته جواب ده يو چې تاسو له مونږ د ژبې په حواله څه تګ لاره درکړه،،؟؟
که د سکولونو حال وګورو نو هلته خو پښتو مضمون، ليک، ښودنه، هېڅ نشته بلکې په پښتو وئيلو هم پابندی ده، د ژبې په حقله چې هرکله د بهټو په دور کښې شور پورته شو نو سندهے استاز وړومبے ؤ چې د سندهئ په حق کښې اودريدو دلته استاز له پښتو په ليکلو نه ورځی، بغېر د شاعر ليکوال استاز نه څوک د پښتو په ګرامر هم نه پوهيږی،
که په دغه محرومو پسې لاړ شي نو دا ډېر اوږد بحث دی خو زه به د يو محترم د ليکنې په رڼا کښې دومره ووايم..
| دلته څوک باړه ګلئ املا نه منی… څوک کابلئ املا نه منی..څوک نصابی او کتابی املا نه منی…او هغه چې ډېر لوی لوی مها دانشواران دی، هغوی لا هغه شان په زړه شخوند وهی او څوک په اردو نستعليق چې اصل ې فارسی دے، پورې انښتی دی، |
ګرانه فقير محمد فقیر ډاکټر صاحب!
تۀ د املا د يؤ والی /وحدت خبره کوے کۀ د پښتو نصاب ؟ نصاب خو لروبر دواړه فری کتابونه هم پښتو لری
د پوهنتونونو پۀ کچ هم دلته نصاب سازی شوې ده
خو د رائجؤلو قوت حکومت اؤ سرکار سره دے اؤ زموږ پښتانۀ مشران دانشور يا خو مرګی وۀ خواړۀ يا چې کوم پاتې دی پۀ خواږۀ خوب وودۀ دی .
ما وې چې دا وودۀ قام به زما پۀ چغو ويښ شی
معلومه شوه ما غږ کړو خوبؤلو ته پۀ خوب کښې
اؤ ستاسو د افغانستان «کابل» سره متفق کېدل به ستاسو اؤ «محب وزیر» د تقاعُد نه پس ته ممکنه وي
دلته څوک باړه ګلۍ املا نۀ منی
څوک کابلۍ املا نۀ منی
څوک نصابی اؤ کتابی املا نۀ منی
اؤ هغه چې ډېر لوی لوی مها دانشوران دی ، هغوی لا هاغه شان پۀ زړه شخوند وهی
اؤ څوک پۀ اردو نستعليق چې اصل ئې فارسی دے , پورې نښتی دی .
نو اخر د چا وۀ منو
چا پسې لاړ شو
چا سره ملګری شو
ځکه چې د هر شاعر اؤ اديب خپله خپله املا ده
بې اتفاقی توره وی کۀ سپینه؟
دا پښتانۀ چې
شېر شاه سوری
ملک احمد
ګجو خان
خوشحال خان
احمد شاه
باچاخان
پۀ يؤ ټغر راټول نۀ کړے شو
نور به يې څوک پۀ څۀ راټول کړی
| چې د يو قام د ژبې غوندې د اولنی شناخت په کار کښې مونږ پاتی راشو نو يواځيني په ژبه وئيلو خو مونږ قامی شناخت نشو لرلي |


