ليک: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
د ادبياتو د تاريخ پاڼه
د همېش خليل صېب چاپ آثار
زمونږ مشرانو ليکوالانو ټول عمر د ادبياتو تاريخ او تنقيد په دې جزبه ليکلی دی چې راوان پښتانه ليکوالان او د ادب طالبعلمانو ترې وده ومومی او په دغه تسلسل هغوی وړاندې کار وکړی.
زمونږ د مشرانو ليکوالانو دغه تاريخ تحقيق او تنقيد دا وخت د ادبياتو د نوو ليکوالانو دپاره تګ لاره اسانوی. په دغه بنيادي څو مشرانو ليکوالو کښې محترم هميش خليل هم ډېر کار کړے دے، او ډېر ليکونه ې د بحث مباحثې دپاره نور نور کتابونه او مقالې مخې ته راوستې دی. ما د محترم همېش خليل د کار او زيار تفصيل په دې وجه راواخستو چې زمونږ د ادبياتو د طالبعلمانو د پوهې دپاره اسانی پېدا کړی ما ادبی دنيا دپاره ترتيب او تدوين وکړو چې دا د ادبی تاريخ برخه ده
دهميش خليل صېب چاپ آثار
1- سوغات ( شاعري) چاپ کال 2019، پرېس:اعراف پرنټرز محله جنګي پېښور
2-نغمه زار(شاعري) چاپ کال 1984
3-زما سندرې (شاعري) وړومبے چاپ جنوري کال 1973، دوېم چاپ 2017 ،ناشر: يونيورسټي پبلشرز افغان مارکېټ قېصه خوانۍ، پېښور
4-خاپونه او خالونه (شاعري) چاپ دسمبر کال 1993

تحقيق او تاليف ئې په دې ډول دے:
1-د خپلو افسانو کتاب ئې د چارګل په نوم فروري کال 1973 کښې چاپ دے.
2-په تحقيقي تاليفاتو کښې ئې د خوشحال خان خټک اخلاقنامه (چاپ کال 1981)، فراقنامه (چاپ کال 1982)،طب نامه (چاپ دسمبر 1984)،بازنامه (چاپ کال 1985)، بازنامه (دوېم چاپ مارچ کال 1994)،سوات نامه (چاپ اکتوبر 1986) او نام حق کتابونه شامل دي.
3-ديوان اشرف خان هجري(تحقيق،ترتيب او سمونه) چاپ کال 2001 ، پرېس: ملت پرنټرز لاهور، خورونکي:پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي
د قديمو شاعرانو چاپ ديوانونه ئې دا دي:
1-ديوان بېدل” چاپ کال اکتوبر 1957
2-ديوان معزالله خان مومند” چاپ کال اکتوبر 1957
3-ديوان هجري” چاپ کال مئي 1958، دوېم
4-ديوان سعيد” چاپ کال جون 1958
5-ديوان حسېن” چاپ کال ستمبر 1958
6-ديوان مرزا خان انصاري” چاپ کال 1959
| ما د محترم همېش خليل صېب د کار او زيار تفصيل ځکه راواخستوچې زمونږ د ادبياتو د طالبعلمانو د پوهې دپاره اسانی پېدا کړی ما د ادبی دنيا دپاره ترتيب او تدوين وکړو |
7-ديوان قنبر علي خان” چاپ جنورۍ 1960
8-ديوانِ کاظم خان شېدا” چاپ کال 1951
9-ديوانِ عبدالقادر خان خټک” چاپ کال اپرېل 1967
10-دېوانِ رحمت داوي” چاپ کال 1980
11-دېوانِ فدا” چاپ کال مئي 1957
12-دېوانِ اشرف خان هجري” (فارسي)، چاپ کال جنوري 1994
13-کاکاجي صنوبر حسېن” چاپ کال جون 1991
14-تول پارسنګ” وړومبے جلدچال کال جنوري 1992، دوېم ټوک چاپ کال 1999، دواړه ټوکه مشترکه چاپ کال 2004، ناشر:د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ارباب روډ، ګل حاجي پلازه،پېښور
15-ورکه خزانه” اول ټوک چاپ کال 1960،پرېس: دارالتصنيف پېښور ، دوېم ټوک چاپ کال دسمبر 1960 دارالتصنيف پېښور، مشترکه دواړه ټوکه چاپ کال 2018 ، ناشر: د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز
16-د پښتو شعري ادب” چاپ کال دسمبر 2008 ناشر: پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون
17-د چاربېتې اوسني شاعران (تذکره)” چاپ کال 2007
18-د چاربېتې پخواني شاعران (تذکره)” چاپ کال 2008
19-پښتانۀ ليکوال( تذکره) وړومبے ټوک چاپ کال 1958، وړومبے ټوک په دوېم ځل چاپ کال 1961،درېم ټوک چاپ کال 2000
په نورو تاليفاتو کښې ئې دا چاپ کتابونه شامل دي:
1-قصه شاه و ګدا، چاپ نومبر 1957
2-د غرۀ ګلونه، چاپ 1957
3-مخانۀ يثرب، چاپ کال 1984
4-د فکرونو ډيوې، چاپ دسمبر کال 1993
5-د اباسين چپې، چاپ کال 1975
6-نصرالله خان نصر، چاپ کال 1966
7-محمد ګل خان مومند، چاپ ستمبر کال 1994
8-پنجابي ژبه او ادب، چاپ کال 1982

د ماشومانو د پاره چاپ کتابچې ئې دا دي:
1-دوه شپانۀ” چاپ کال 1959
2-ګوارچي” چاپ کال 1959
3-د نېکۍ بدله” چاپ کال 1959
4-خداے روزي رسان دے” چاپ کال 1959
5-مومن خان شيرينۍ” چاپ کال 1959
6-آدم خان درخانۍ چاپ کال 1959
7-لوبې” چاپ کال 1982
8-قومي ترانې” چاپ کال ستمبر 1965 .
همېش خليل صېب ته په ادبي خدماتو د پاکستان حکومت صدارتي اېوارډ ورکړے وۀ. افغان صدر اشرف غني په د پښتو د خدماتو په لړ کښې په صدارټي مېډال نازولے وۀ .په 26 ستمبر کال 2020 دوي ته پروفېسر جهانزېب نياز لائف اچيومنټ اېوارډ ورکړے شو. دې نه وړاندې ورته په 13 ستمبر کال 2020 د پښتو اکېډمي هزاره لخوا اسماعيل ګوهر اېوارډ ورکړے شوے وۀ.
په ګور ٸې نور ياد ٸې تل پاتي


