ادبی دنيا

ليک: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

پېغمبر The Prophet

دَ عالمی کتاب ترجمه ده، چې خليل جبران پرې ډېر شهرت حاصل کړے وۀ. دا کتاب پۀ انګرېزۍ کښې ليکلے شوے وۀ اؤ پۀ شپږويشتو ۲۶ نثری نظمونو مشتمل وۀ. دا پۀ تاريخ کښې د ټولو نه زياتو سلو ۱۰۰ ژبو کښې ترجمه شوے اؤ د خپل دور زيات بدلېدونکے کتاب دے، اګر چې زيات تنقیدونه پرې هم شوی دی، ولې بيا هم ډېر شُهره شوے دے اؤ دا دعویٰ هم کېږی چې د شېکسپيئر اؤ لائوتاز نه پس تاريخ کښې پۀ دريم نمبر لۀ ټولو نه زيات پېژندونکے شاعر اؤ اديب خليل .جبران دے
The pity Nation
(هغه قام دَ رحم قابل دے)
دَ خليل جبران نظم پۀ ټوله دنيا کښې زيات مشهور شوے دے، چې اردو ترجمه يې فېض احمد فېض کړې ده، دا نظم اؤ دَ فېض احمد‌ فېض ترجمه دواړه  شاهکار دی، چې مونږ اؤ خاص طور دَ ازادۍ قدردانو اؤ ازادی خوښو له دَ فکر بلنه .ورکوی، چې لۀ دې ځنې يؤ وارې بيا دَ ازادۍ غُندې بېش بها نعمت دَ قدر کولو اعاده کېږی

پښتو ترجمه يې تاسو ته نذر کوم

هغه قام دَ رحم قابل دے

چې عقيدې خو ورسره ډېرې دی

خو زړونه يې لۀ يقينه خالی دی

هغه قام دَ رحم قابل دے

چې داسې جامې اغُندی

چې پُنبه يې خپلو پټيو کښې نۀ کېږی

اؤ هغه قام دَ رحم قابل دے

چې خپل هر څۀ خبرې جوړول ګڼی

اؤ لۀ ځلېدونکې تُورې ځنې سينګار فاتح

خپل خدائې ګڼی

اؤ هغه قام دَ رحم قابل دے

چې پۀ ظاهره دَ خوب پۀ حالت کښې هم

دَ هوس اؤ لالچ نه نفرت کوی

خو دَ بېدارۍ پۀ عالم کښې

مفاد پرستی خپل شعار ګرځوی

هغه قام دَ رحم قابل دے

چې دَ جنازو دَ جلوس نه سېوا

چرته بل ځائې اواز نۀ پورته کوی اؤ دَ ماضي لۀ يادونو پرته

ورسره دَ وياړ هېڅ سامان نۀ وی

تر هغې دَ صورتِ حال خلاف

احتجاج نۀ کوی

څو چې يې څټونه دَ تُورو لاندې نۀ وی راغلی

اؤ هغه قام دَ رحم قابل دے

چې تش پۀ نامه سياستدان يې

دَ لومبړو پۀ شان مکار اؤ دوکه باز وی

اؤ چې دانشور يې محضې جادوګر اؤ مداريان وی

اؤ هغه قام دَ رحم قابل دے

چې دَ خپل نوی حکمران پۀ ډولکيو هر کلے کوی

اؤ کله چې لۀ اقتداره محرومه وی

نو ورپسې اوازونه کوی

اؤ هغه قام دَ رحم قابل دے

چې دَ علم و دانش څښتنان يې

دَ وخت پۀ ګردش کښې

ګونګيان اؤ کاڼۀ پاتې شوی وی

اؤ هغه قام دَ رحم قابل دے

چې پۀ ټُوکړو کښې وېشلی شوی وی

اؤ هره ډله يې ځان پوره قام ګڼی

error: Content is protected !!