اتڼ

 تحقيق: ډاکټر سيد محسن شاه محسن

ليک: ډاکټر خالق زيار

اتڼ د پښتنو قبيلو يوه اولسي ګډا ده_ دا ګډا د پښتنو په اکثرو قبيلو کښې رواج لري_ اتڼ د نورو ګډاګانو په نسبت اسان هم دے او خوندور هم- هر څوک ئې په اسانه زده کولے شي_

هره قبيله په خپل خپل انداز کښې اتڼ کوي خو په بنيادي توګه د دې ټولو اتڼ په يو ډول وي ځکه چې ټول د دې د پاره يو شان دايره جوړوي، ټول اوږدۀ اوږدۀ ويښته ساتي او ټول پکښې د قاموالۍ يا د مينې محبت سندرې وائي_

اتڼ د ساز سره کېږي خو دا ساز په بېل بېل ډول وي نو ځکه د اتڼ قسمونه هم په بېلابېلو نومونو يادېږي-

اتڼ کوونکي اکثر ټوپکې، تورې يا رومالونه يه لاس په خپله قامي جامه کښې مېدان ته راووځي_ اکثر ئې د سور يا اسماني رنګ واسکټونه اغوستے وي چې وړې وړې شيشې پکښې لګېدلې وي_

په وړومبي سر کښې ډول وهونکے ورو ورو ډول وهي او اتڼ کوونکي په قلاره قلاره ښوزي راښوزي – بيا کله چې ډول تېز شي نو د اتڼ کوونکو حرکتونه هم تېز شي او اخير کار دومره تېز شي چې اخيري درجې ته ورسي_ په  سر کښې به اتڼ د جنګ په موقعه کولے شۀ خو بيا وروستۀ ئې د خوشحالۍ په موقعه هم رواج وموندۀ_

اتڼ بېلابېل قسمونه لري چې نومونه ئې په لانديني ډول دي
* د ښځو قامي اتڼ
 *د ښځو لوګرے تڼ
 *ننګرهارے اتڼ
 *د خټکو اتڼ
*د کاکړ قبيلې اتڼ
* د کوچيانو اتڼ
* اکړ اتڼ
* د طالبانو اتڼ
* وزيرې اتڼ
* د محسودو اتڼ
* شاډوله
* لوګرے اتڼ او داسې نور

يادوونه:

ياده دې وي چې د باچا خان ايجوکېشنل ټرسټ د پاره چې کوم نصاب وضع کېدۀ  ارواښاد ډاکټر زيار د دغه نصابي کمېټۍ چيرمېن ؤ  هغوي د درېم جماعت د پاره هم دا مضمون ليکلے ؤ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!